اسلام آباد 20 مارچ(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي يو غېر ملكي ته د پاكستان شناختي كارډ نشي وركړې كېدې٬ د شناختي كارډونو د تصديق او شكمند شناختي كارډونو په معامله بايد د سياست نه ډډه وكړې شي٬ پاكستان كښې د 30 لكه څخه زيات افغانان كډوال مېشته كېدو له امله د شناختي كارډونو د تصديق په معامله دا تاثر راپېدا شوې چې پښتانه تنګولې شي خو دا تاثر سم نه دے ٬ ده ووئېل په اوسني حكومت كښې 5 كروړه 7لكه 6 زره څخه زيات شناختي كارډونه جاري كړي شوې٬ 42 زره 484 بلاك كړې شوې۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په چوهدري نثار علي خان ووئيل د شكمندو شناختي كارډونو مسئله بائد سياسي مسئله ونه ګرځولې شي٬ د نړۍ يو هېواد راوښائې چرته چې پاسپورټ يا شناختي كارډونه خرڅېږي٬ مونږ په درې نيمو كالو كښې د 30 زره څخه زيات پاسپورټونه بلاك كړي٬ هغوي ولې ګېلې نه دې كړې۔ده ووئيل پښنانه تنګولې شي ٬ د دې وجه دا ده چې د تېرو 4 لسيزو راهسې په پاكستان كښې د 30 لكه څخه زيات افغانان كډوال مېشته دي چې پكښې نيم رجسټرډ او نيم غېر رجسټرډ دي او د دې په وجه دا ډول شكايتونه رامخې ته كېږي ٬ ده ووئېل په دې لړ كښې يو كمېټي هم جوړه كړې شوې ٬ نثار علې خان ووئېل په بائد ما دا تور ونه لګولې شي چې د كوم سندھي٬ پښتون٬ پنجابي او بلوچي په توګه د چا كارډ بلاك كولې شي۔ شناختي كارډ لرونكي دا اختيار لري چې عدالت سره مراجعه و كړي۔ ده ووئېل د بلاك كولو قانون د كلونو راهېسې راروان دے٬ په استخباراتي شكايتونو په عارضي توګه كارډ بلاك كېږي او ھغه شواهد وركوي دغسې په زرګونو كارډونه اوپن شوې هم دي٬ ده ووئېل كوم هم خارجي ته به د پاكستان شهريت نه وركوٶ او كه څوك لري نو ھغه به بلاك كوٶ
په اوسني حكومت كښې 5 كروړه 7لكه 6 زره څخه زيات شناختي كارډونه جاري شوې
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا