اسلام آباد۔11جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې په فېډرل بورډ آف ریونیو كښ?? اصلاحات او بشپړ ډیجیټائزېشن زمونږ د معاشي بقا مسئله ده٬ په ټول پورټس دې كسټمز آپريشنز كرپشن فري جوړولو له كوټلي ګامونه پورته كړې شي٬ صنعتونو او مصنوعاتو ته تحفظ وركولو له دې انډر انوائسنګ ختم كړې شي٬ د كسټمز ډيوټي بشپړه نفاذ له دې عصري ټېكنالوجي ٬ مصنوعي ذهانت او آلات وكارولې شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم په خپله مشرۍ كښ?? د پاکستان کسټمز او فېډرل بورډ آف ریونیو چارو سره اړونده غونډه كښ?? وكړه۔ په غونډه كښ?? د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه ، د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير اورنګزیب، د خزانې او محصولاتو وزير مملكت علی پر??ېز ملک ، د پلاننګ كمېشن ډپټی چیئرمېن جهانزیب خان، اټارنی جنرل منصور اعوان ، د وزیراعظم کوآرډینیټر رانا احسان افضل ، د قامي اسمبلۍ غړي بېرسټر عقیل ملک ، د اېف ب?? آر چیئرمېن زبېر ټوانه او نورو اړوندو اعلی سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل چې د کسټمز څانګه د پاكستان د ملا تير حېثيت لري۔ په فېډرل بورډ آف ريونيو كښ?? اصلاحات او بشپړ ډیجیټائزېشن زمونږ د معاشي بقا مسئله ده۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې اېف ب?? آر او نورو ادارو كښ?? د روانو اصلاحاتي منصوبو تھرډ آډټ دې په هره كچه باوري كړې شي۔ په فېډرل بورډ آف ریونیو كښ?? روان ټول اصلاحات او د ډیجیټائزېشن ټولې منصوبې دې د يو چھت لاندې راوستلې شي٬ د اېف ب?? آر انفورسمنټ نظام ښه كولو سره دې محصولات زياتول باوري كړې شي۔ د پاکستان په هر يو پورټ دې کسټمز آپرېشنز سپېځلې او كرپشن فري جوړولو له بشپړه ګامونه پورته كړې شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د كسټمز ډيوټي بشپړه نفاذ له دې عصري ټېكنالوجي ٬ مصنوعي ذهانت او آلات وكارولې شي۔ صنعتونو او مصنوعاتو ته تحفظ وركولو له دې انډر انوائسنګ ختم كړې شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د انفورسمنټ د لارې چې څومره هم ريونيو جمع شوې ده د هغې تفصيلات دې وړاندې كړې شي۔ د شپنګ څانګې د آ??رېشنز حوالې سره دې رېګولیټری فرېم ورک عملي كړې شي۔ د کسټمز وېب بیسډ ون کسټمز سسټم دې تھرډ پارټی آډټ وكړې شي۔ په غونډه كښ?? د پاكستان كسټمز چارو او اصلاحات په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په بريفنګ كښ?? ووئيلې شوو چې د پاكستان كسټمز چارې په بشپړه توګه خود كار نظام ته منتقل كړې شوي دي۔ په كسټمز نظام كښ?? اصلاحات لپاره د نړيوال معيار پوهانو خذمات ترلاسه كړې شوي دي۔ د دې اصلاحات د لارې به نوې سسټم راوړلے شي كوم به چې په عصري مصنوعي ذهانت اډانه لري۔ په كال 24 ۔2023 كښ?? د درآمدات او برآمدات 72.4 فیصد برخه د ګرين چنېل د لارې كليئر كړې شوه۔ جولائی 2023 څخه تر جون 2024 پاکستان کسټمز د ویلیو اېشن کنټرولز د لارې د 240 اربه روپو اضافي ريونيو ترلاسه كړه كومه چې د تېر كال په مقابله كښ?? 80 فيصده زياته ده۔
په ايف بي آر كښې اصلاحات او بشپړ ډیجیټائزیشن زمونږ د معاشي بقا مسئله ده٬ په ټول پورټس دې كسټمز آپريشنز كرپشن فري جوړولو له كوټلي ګامونه پورته كړې شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ