پېنډې 10 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې خپله خاوره به د چا په ضد كارولو ته ور??ه كړو، په افغانستان كښې د امن خواهش لرو، مونږ به نه خپله خاوره د افغانستان په ضد كارول كېدو ته وركړو او نه مونږ دا توقع لرو چې زمونږ په ضد د چا خاوره وكارول شي، انډر 19 ډله دې يو ځل نه درې ځله امريكې ته لاړه شي، ه??څ فرق به ونه شي، عمران خان به پنځه كاله پوره كوي، د كشمير كېس عمران خان د ملګرو ملتونو پشمول په ټوله نړۍ كښې پورته كړے. ده دا خبرې د آزاد كشمير انتخابي كمپائن په لړ كښې د خالي په ورځ د پېنډې په ټېپو روډ سيمه كښې يوې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې د افغانستان خلق چې كومه پرېكړه وكړي، هغه به مونږ ته ق??ول?? وي. سرلښكر په خپله امن لپ??ره اقدامات كوي، واكسين لګولو لپ??ره د طورخم پوله پرانستې ده. ده ووئيل چې زمونږ حكومت ، خارجه وزارت، وزيراعظم عمران خان او سرلښكر قمر جاوېد باجوه هڅې كوي چې په افغانستان كښې امن راشي او ټولې اړوند ډلې خبرو ته كښېني. ده ووئيل چې كوم خلق په طورخم پاتې دي، دوي لپ??ره په خاص توګه وايم چې د كورونا په وبا كښې احتياط كولو سره چې د كومو كسانو واكسين شوي دي، دوي راتللې ??ي. ??ومو كسانو چې واكسين نه دي لګولي او د دوي ټېسټ چې مثبت راشي نو قرنطينه لپ??ره به لېږلې ??ي. ??فاقي وزير ووئيل چې هند سره تر هغه وخت خبرې نه شي كېدې تر څو ئې چې د 5م اګست تور قانون بېرته نه وي اخستې. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پي ډي اېم له مېنځه تللې، په آزاد كشمير كښې به هم عمران خان حكومت جوړوي. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان هغه يواځنې ليډر دے د كوم غږ چې په ټوله نړۍ كښې اورېدل كېږي او د كشمير مسئلې حل لپ??ره به هم عمران خان تاريخي كردار ترسره كوي.
خپله خاوره به د چا په ضد كارولو ته ورنه كړو. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په پېنډې كښې وېنا
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena