اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د كار په ځاے د جنسي ځورونې كېس كښې د ملزم اپيل مسترد كړے۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ صدر مملکت د هراسيت مخ نيوي وفاقي محتسب د پرېكړې په ضد راغلي درخواست باندې خپله پرېكړه كښې د ملزم درخواست مسترد كولو سره دا كېس بيا محتسب ته لېږلے دے ۔ صدر مملکت خپله پرېكړه كښې وئيلي دي نوي وكيل سره يو ځل بيا د شكايت كونكې د جرح كولو درخواست هېڅ بنياد نه لري۔ دغسې صدر مملکت د هراسيت مخ نيوي لپاره د وفاقي محتسب د پرېكړې توثيق كولو سره كېس حتمي پرېكړې لپاره بېرته وفاقي محتسب ته لېږلے۔ صدر ډاکټر عارف علوي وئيلې دي د تورن لخوا دائر كړے اپيل د شكايت كونكې د تكليف لا زياتولو يوه هڅه ده۔ ده وئيلې دي د وړاندې نه په دې معامله د تورن لخوا د متفرق درخواستونو له امله زيات وخت ضائع شوے ٬ د قانوني چارہ جوئۍ يو نوے دور پېل كول د اړوند اېكټ د روح خلاف ورزي ده ۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې شكايت كونكې په 27 مئي كال 2019 د محتسب په وړاندې د جنسي ځورونې كېس دائر كړے ٶ٬ خو اوس تورن صدر ملکت ته د محتسب د 23م ستمبر كال2021 حكم په ضد درخواست دائر كړے ؤ ٬ ملزم د محتسب په وړاندې معامله د زېري التواء پاتې كېدو باوجود اپيل دائر كړے
صدر ډاکټر عارف علوي د كار په ځاے د جنسي هراسانۍ په كېس كښې د ملزم اپيل مسترد كړو
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب