اسلام آباد۔25مارچ (اے پی پی) د روغتيا قومي ادارې نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشنل سنټر (اېن سی او سی) وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتو په مهال د وفاقي پلازمينې اسلام آباد په شمول د هېواد په بېلو ښارونو كښې د كورونا وائرس نور 89 كېسونه رامخې ته شوي دي كومو سره چې د مثبت كېسونو مجموعي شرح 3.25 فيصده ريكارډ كړې شوې ده۔ د خالي په ورځ د مارچ په 25 مه نېټه د اېن سي او سي لخوا د جاري كړې شويو تازه شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په ګرد هېواد كښې په مجموعي توګه د كورونا 2530 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې 89 كېسونه مثبت راغلي دي۔ په دې مهال د كورونا رنځ د لاسه كوم رنځور په حق نه دے رسېدلے بياهم د 19 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د وفاقی پلازمينې اسلام آباد په شمول لاهور، پېښور او ګلګت د كورونا ځپليو ښارونو په ګېټګري كښې شامل كړې شوي دي۔ په دې اړه د جاري كړې شويو شمېرو له مخې په اسلام آباد كښی ټول 266 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې 17 مثبت راغلي دي۔ په لاهور كښې 473 ټېسټونو كښې 31 ٬ پېښور كښې په 112 كښې 5 او په ګلګت كښې په 223 كښې يوازې 2 ټېسټونه مثبت راغلې دي۔
د اسلام آباد په شمول په بيلو ښارونو كښې د كورونا وائرس 89 نوې كيسونه رامخې ته شول٬ نيشنل كمانډ اينډ آپريشنل سنټر
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان