كماليه 26 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د بدې په ضد ودرېدل د ټول قوم فرض دي، د مارچ په 27مه نېټه به د اولس سمندر د غلو په ضد راوځي او دوي ته به پېغام وركوي چې ستاسو د لوټ كولو ورځې ختم شوې دي، د غلا په پېسو دا خلق د پارلمان د غړو ضمير اخلي، دوي د مشرف د دور په شان د اېن آر او ترلاسه كولو ډېرې هڅې وكړې خو دوي ته به بيا بيا وايم چې حكومت خو معمولي څيز دے كه زما ژوند هم لاړ شي، دوي به معاف نه كړم، دوي به اقتدار ته راتللو سره د خپل كرپشن كېسونه ختم كړي او په لندن كښې ناست تښتېدونكي به بيا راولي كوم به چې په پوځ او عدليه بريد كوي، د پېسو دا خلق كله همم د آزادې خارجه پالېسې ملاتړ نه شي كولې. د خالي په ورځ په كماليه كښې اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل چې رياض فتيانه ته پېرزوينه وړاندې كوم چې دومره خلق ئې راجمع كړي دي. ده ووئيل چې د اپوزيشن شكلونه كتلو سره د دوي د بېرته راتللو د يرې الله د خلقو زړونه زما په پلو كړي دي. ده ووئيل چې ټوله نړۍ مې كتلې ده، د برتانيې د ټول نظام مې د نزدې نه كتنه كړې ده، زما نه ژوره مطالعه د دې چا نه ده كړې، د دې هېواد سباٶن قوم دے، د ښه او بدو فرق دے، فرق نه كوونكې قوم مړ كېږي. ده ووئيل چې الله تعالٰی په قرآن كښې د امر بالمعروف حكم كړے، حقونو لپاره د قانون د بالادستې او د فلاحي رياست حكم دے، د بدې په ضد د جهاد حكم دے. ده ځوانان مخاطب كولو سره ووئيل چې په ټولنه كښې كله بد وليدل شي نو د الله تعالٰی دا حكم نه دے كه تاسو نيوټرل پاتې شئ. كوم يو سره به شامېلدل وي، د دېرش كلونو څخه قوم او هېواد لوټ كوونكي د كومو په ضد چې د نېب كېسونه دي، په پكښې يو د ډيزل په پرمټ خپل ضمير خرڅوي، بل زرداري دے په كوم چې د اربونو كېسونه په نېب كښې روان دي، دريم شهباز شريف دے كوم د چپړاسي د بنك په اكاٶنټ كښې چې 375 كروړ روپې راځي. د ټولو نوكرانو په اكاٶنټس كښې 16 اربه روپې راغلې دي، د دې كېس لګېدلې، دوي هلته تارخيري حربې كاروي او دوي ته معلومه ده چې كه د عمران خان حكومت نور پاتې شي نو دوي ته به جېل ته تلل وي، څلورم د عدالت څخه سزا شوي د لور په نوم د اربونو روپو د محلونو مالك دے چې كېسونه ئې روان دي او د هېواد نه هغه تښتېدلې. دا ټول نېب ځپلي راجمع شوي دي، د دوي ټوله كورنۍ په لندن كښې ناسته ده، دوي ټولو پرېكړه كړې چې د عمران خان حكومت رانسكور كړئ او اقتدار ته راتللو سره به دوي وړومبې دا نېب ختموي، دوي د اېن آر او ترلاسه كولو پوره هڅه كړې لكه څنګه چې مشرف دوي ته اېن آر او وركړې وه. د دې نه پس دوي لس كاله هېواد په دواړو لاسونو لوټ كړے. وزيراعظم ووئيل چې دوي ته به بيا بيا وايم چې حكومت خو معمولي څيز دے كه زما ژوند هم لاړ شي، دوي به معاف نه كړم. وزيراعظم ووئيل چې دوي په تېر وخت كښې په سپريم كورټ بريد كړے، ده به تل امپائر ځان سره كړو او كركټ به ئې كولو، ده د امپائر نه بغېر مېچ نه شو ګټلې، په تېر وخت كښې ده ججز، مېډيا اخستې، د غړو ضمير اخستلو لپاره ئې چهانګا مانګا لګولې. بل بريد به په پاك پوځ كوي. په تېر وخت كښې هر يو آرمي چيف سره د ده اختلافات پاتې شوي دي. وزيراعظم ووئيل چې نواز شريف به په پټه نرېندر مودي سره ملاقاتونه كول، بركهادت په خپل كتاب كښې د دې انكشافات كړي دي. د دې وجه دا وه چې هغه د پوځ نه يرېدو او دا پېغام ئې وركولو چې هند سره دوستي كول غواړم خو پوځ ئې نه مني. د آصف زرداري په دور كښې په امريكا كښې د پاكستان سفير د امريكې د پوځ مشر ته وئيل چې هغه دې زرداري د پوځ نه بچ كړي، دا د پېسې غلامان دي، دا د پاكستان د آزادې خارجه پالېسې ملاتړ نه شي كولې. د اروپائي اېتلاف صدر ټيليفون كولو سره ما ته د يوكرېن او روسيې په جنګ كښې د كردار ادا كولو ووئيل، آيا د شهباز شريف څخه هم داستې توقع كېدې شي؟ ده ووئيل چې مونږ د ترهګرې په ضد جنګ كښې د 80 زره خلقو قربانې وركړې دي، د 100 اربه ډالرو معاشي زيان شوے، قبائل بې كوره شول، د دې په ضد په افغانستان كښې د جنګ ذمه وار مونږ وګرځول شو. زمونږ په هېواد ډرون بريدونه وكړے شول ، آيا ما به په دې اېبسلوټلي ناټ نه وئيل. ده ووئيل چې مونږ كوم هېواد سره د اړيكو خرابولو په حق كښې نه يو خو د اړيكو په ښه كولو او د څپلو په پالش كولو كښې لوي فرق دے. وزيراعظم ټول قوم ته خواست وكړو چې هغه دې د مارچ په 27مه نېټه اسلام آباد ته راشي او هغو خلقو سره دې ودرېږي كوم چې د غلو په ضد دي، د پاكستان د تاريخ به ده پرېكنده ورځ وي چې د اولس سمندر راوځي. مجرمانو ته دا پېغام وركول دي چې ستاسو د لوټ كولو ورځې ختم شوې دي، دا غونډه به يو نوے تاريخ جوړوي.
د بدې په ضد ودرېدل د ټول قوم فرض دي، د مارچ په 27مه نېټه به د اولس سمندر د غلو په ضد راوځي او دوي ته به پېغام وركوي چې ستاسو د لوټ كولو ورځې ختم شوې دي، كه زما ژوند هم لاړ شي، دوي به معاف نه كړم.د وزيراعظم عمران خان اولسي غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک