د دوهم وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د ګیزوبا ګروپ چيئرمېن سره بيجنګ كښې ملاقات


APP24-130524 BEIJING: May 13 - Deputy Prime Minister and Foreign Minister, Senator Mohammad Ishaq Dar meets with Secretary-General of the Shanghai Cooperation Organization (SCO), Ambassador Zhang Ming. APP/MAF/TZD

بیجنګ۔13مئی(اے پی پی) دوهم وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د ګل په ورځ د چين دورې په موقعه په بيجنګ كښې د ګیزوبا ګروپ چیئرمین سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې دوهم وزير په شانګله كښې په رامخې ته شوې د افسوس وړ پېښې چئيرمېن سره غمرازي وكړه په كومه كښې چې 5 چينائي او يو پاكستانې وګړے مړ شوے وو۔ ده په دې ناوړه بريد كښې د ككړو انصاف سره مخ كولو او په پاكستان كښې د چينائي وګړو فول پروف امنيت باوري كولو له د پاكستان د كوټلي عزم څرګندونه وكړه۔ د پاكستان په اقتصادي پرمختګ كښی د ګيزوبا ګروپ مرستې ذكر كولو سره دوهم وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې پاكستان له به د تجديد وړ او هائيډل سېكټر كښې د برېښنا پېدا كولو خپل صلاحيت لا زياتول وي كوم لپاره چې ګیزوبا ګروپ د لارښودنې كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل د سي پېك فېز II لاندې پاكستان چينائي سرمايه كارو ته د پراخا مراعاتو پېشكش وكړو كوم چې ګیزوبا ګروپ په پاکستان كښې خپل كاروباري مقاصد زياتولو له كارولې شي۔ د ګیزوبا ګروپ چیئرمېن په پاكستان كښې د چينائي وګړو حفاظت باوري كولو له د فعاله ګامونو په پورته كولو د پاكستان مننه وكړه او د دې عزم څرګندونه يۍ وكړه چې کمپنی به پاكستان كښې خپلې ټولې منصوبې په وخت بشپړ كړي او د همكارۍ نوې څانګو كښې آپشنز ته به لا پراختيا وركړي