اسلام آباد ۔ 11 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د اسيائي پرمختيائي ??ان?? مېنځنۍ او لويديزې اسياء لپاره ډي جي وارنر لي پېك د شورو په ورځ ليدلي دي ۔ د وزیراعظ?? ميډيا آفس لخوا په جاري شوي بيان كښې لي پېك د پاكستان حكومت لخوا د هېواد خساره ختمولو او معاشي استحكام لپاره د هلو ځلو ستائنه كړې۔ ده پاكستان كښې د آبي وسائلو جوړولو او په خاص توګه د بېراج جوړولو په اړه د ??ان?? د فنانشل انفراسټركچر پروګرام له مخې اقداماتو نه وزيراعظم خبر كړٶ۔ وزیراعظم عمران خان په سماجی تحفظ، د كركيلې څانګې ا?? د ??نفراسټركچر ودې سره سره هېواد كښې مالياتي نظام لا ښه كولو لپاره د ??ان?? د معاونت ستائنه وكړه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د حکومت اقتصادي ډلې قامي معيشت د استحكام په لاره روان كړې ٬۔ ده ووئيل اوسنې حكومت د ارزانو كورونو وركولو د لارې د ټولنې د بې وسه طبقو پرمختګ ته پاملرنه كوي۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير محمد حماد اظهر، قامي خزانې لپاره د وزیراعظم خاص سلاحكار ډاکټر عبدالحفیظ شېخ، د اے ډي بي كنټري ډائرېكټر او پاكستان لپاره د اسيائي پرمختيائي ??ان?? ريذيډنت مشن ژاٶ هانګ هم موجود وٶ
وزیراعظم عمران خان سره د اسيائي پرمختيائي بانك مېنځنۍ او لويديزې اسياء لپاره ډي جي وارنر لي پېك وليدل
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش