اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي سره د سعودي عرب د كورنيو چارو نائب وزیر ډاکټر ناصر بن عبدالعزیز الداود ملاقات وكړو چې پكښې د شريكې خوښې په چارو ، پاك سعودی اړيكو ته ودې وركولو، د پیرا ملټري ځواكونو ، پولیس پلاويو په تبادلو او د شريكي تربيې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه،دواړو هېوادونو ترمينځه د بنديوانو تبادلې په لوظنامه عملدرآمد ته هم سلاح يوه شوه۔د شورو په ورځ په ا??لام آباد كښې د سعودي عرب سفیر نواف بن سعید احمد المالکی هم موجود ؤ ۔د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي د اسلام آباد او ری??ض د ورونړو ښارونو ګرځولو تجويز وركړو كوم سره چې د سعودي وزیر اتفاق وكړو۔ملاقات كښې پريكړه وشوه چې په دې لړ كښې به نور ضروري اقدامات کولې شي۔ ملاقات كښې د پ??کس??ان څخه د چړ كوونكو /سوالګرو سعودي عرب ته د لېږونكې مافیا په ضد په كاروائۍ هم خبرې وشوې۔د كورنيو چارو وزیر ووئيل د 4300 چړ كوونك نامې په اي سي ایل كښې شاملې كړې شوي۔ده ووئيل سعودي عرب ته د تلونكو خيرمارو په ضد به زيرو ټالرنس پالیسی خپلولې شي،د داسې مافیا په ضد په ټول هېواد كښې كوټلې کریك ډاؤن كولې شي۔دې خبري ته ا??فاق وكړے شو چې سعودي عرب كښې 419 پ??کس??اني بنديوان هېواد ته راستنولو له به قانونی کارروائي زر تر زره بشپړولې شي۔د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي ووئيل سعودي عرب زمونږ ورور اسلامي هېواد دے، دوه اړخيزه مرستي ته ودې وركولو لپاره به هر ممكن مرسته كولې شي۔ده ووئيل د سعودي وګړو لپاره پ??کس??ان ته په راتللو د ويزې كوم بنديز نشته،كله چې هم وغواړي راتللے شي۔د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي د سعودي عرب ولی عهد محمد بن سلمان وژن 2030 وستائېلو۔ده ووئيل موجوده قیادت كښې به سعودي عرب تر 2030 معاشي ، سماجي او اقتصادي څانګو كښې په نړۍ كښې يو لويې مقام ترلاسه كړي۔د سعودی عرب د كورنيو چارو نائب وزیر ووئيل پ??کس??ان سره نزدې اړيكې لر?? كومو ته چې لا وده وركول غواړو دغسې د پیرا ملټري ځواكونو او پولیس شريكو تبادلو او شريكي تربيې لپاره چمتو يو۔د كورنيو چارو ایډیشنل سیکرټري ،د كورنيو چارو سپشل سیکرټري ، کمانډنټ فرنټیئر کانسټیبلري ، د اسلام آباد چیف کمشنر ، د اسلام آباد پولیس آئي جي او د اسلام آباد ډپټی کمشنر هم په دې موقع موجود وو۔
د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی سره د سعودي عرب د كورنيو چارو نائب وزیر ډاکټر ناصر بن عبدالعزیز الداود ملاقات
ड्रैगन हैचिंग प्रतिष्ठित सट्टेबाजी लिंक
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ