اسلام آباد 29 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي نن په هېواد كښې د جمهوريت تسلسل برقرار دے٬ ټاكلے كېدونكے وزيراعظم به په 4م مارچ سوګند پورته كوي، (نن) د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر انتخاب كېږي٬ په سوله ايز ډول اقتدار منتقل كېږي، مونږ دا لوظ كړے ؤ چې دا هېواد په كوم حالت كښې ٶ د هغې نه به په بهتر حالت كښې ټاكلې حكومت ته وركوٶ، نګران حکومت خپل كار پورا كړو ٬ د الېكشن مالي او انتظامي ضرورتونه ترسره كړے شوي٬ اوس زمونږ ترجيح معاشي استحكام دے۔ د زيارت په ورځ د پي ټي وي په پروګرام كښې د خبرو په مهال ده ووئيل زمونږ د آئين په ديباچه كښې ليك دي چې دا هېواد به د دې هېواد ټاكلي نمائندګان چلوي، نن دا لوظ پورا شو٬ ټولو ټاكلو غړو سوګند پورته كړے٬ سبا به د سپيكر او دوهم سپيكر ټاكنې كېږي او د مارچ په څلورمه نيټه به نوے ټاكلے كېدونكے وزيراعظم سوګند پورته كوي٬ ده ووئېل د نګران حكومت 200 ورځې وشوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د 1977 په انتخابات هم اعتراضات شوي وو ٬ د هغه وخت مخالفې ډلې وئيلي وو چې مونږ انتخابات نه منو٬ وروستو د قامي اتحاد مشرانو تسليم كړه چې درغلي نه وه شوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي چيټۍ سره به د آئي اېم اېف پراسېس نه اودرېږي٬ آئي اېم اېف به دغسې يوې چيټۍ ځواب هم ورنه كري او نه به د دې په نتيجه كښې آئي اېم اېف سره چارې اودرېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئېل كه په قانوني توګه چا ته چوكۍ ترلاسه كېدې شي نو وركول پكار دي، اولس چې څوك وټاكي ھغوي دې د اولس ترجماني وكړي۔
نن په هېواد كښې د جمهوريت تسلسل برقرار دے٬ ټاكلے كېدونكے وزيراعظم به په 4م مارچ سوګند پورته كوي٬ په سوله ايز ډول اقتدار وركړے كېږي۔ مرتضيٰ سولنګي
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت