اسلام آباد۔30مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان روسيه سره په بېلو څانګو په خاص توګه د انرجي، تجارت او سرمايه کارۍ په برخه کښې دوه اړخيزه همکارۍ زياتولو ته لېواله دے۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د روسيې فېډرېشن سفير البرټ پي خوريف وليدل۔ وزيراعظم شهباز شريف تېره اونۍ د ماسکو نه بهر په كروكس سټي هال د بريد په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور خفګان څرګندونه كولو سره ووئيل پاكستان د غم په دې وخت كښې روسيې سره ولاړ دے۔ وزيراعظم د وزارت عظمی منصب په سنبالولو د مباركۍ په پېغام رالېږلو د روسيې د صدر ولاديمير پيوټن مننه وكړه۔ ددواړو هيوادونو ترمينځ د تاريخي ملګرتيا اړيكو ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل پاکستان په بېلا بېلو څانګو په ځانګړې توګه د انرجۍ، تجارت اؤ سرمايه کارۍ په برخو کښې روسيې سره د دوه اړخيزه همکاريو پراختيا غواړي۔ ده د بین الحکومتي کمیسیون د نهمې غونډې د زر تر زره رابللو په اړتیا ټینګار وکړو د كومې كوربتوب به چې روسيه كوي۔ وزيراعظم په روسیې فريق زور راوړو چې هغه دې خپلو همڅنګو سره خبرو اترو لپاره يو پلاوې پاكستان ته راولېږي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي او همكارۍ اړيكو د موجوده كچې زياتولو له تګلارې په ګوته كړې شي۔ ده صدر پيوټن ته زر تر زره د پاكستان د دورې بلنه وركړه۔ سفير وزيراعظم ته باور وركړو چې روسيه پاكستان سره مضبوطې اړيكې په ځايې كول غواړي۔ده ووئيل د توان ٬ تجارت او سرمايه كارۍ په شمول روسيه د زده كړو او كلتور په په برخه کښې هم همکارۍ زياتول غواړي۔
پاکستان روسيه سره په بيلو څانګو په خاص توګه د انرجي، تجارت او سرمايه کارۍ په برخه کښې دوه اړخيزه همکاري زياتولو ته ليواله دے٬ د وزيراعظم شهباز شريف د روسيې سفير سره خبرې
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha