پاكستان د يو اين امن مشنز كښې خذمات ترسره كوؤنكو مېړنو نارينو او ميرمنو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي ٬ آئي ايس پي آر


پېنډۍ۔29مئی(اے پی پی) پاكستان نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د امن په ځايې ساتؤنكو نړيوالې ورځې په موقعه د ملګرو ملتونو امن مشنز كښی خذمات ترسره كوؤنكو مېړنو نارينو او مېرمنو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې پاكستان د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې تر ټولو زياته مرسته كوؤنكو هېوادونو كښې شمېرلے شي۔ دا مهال نزدې 3000 پاکستانی امنيتي اهلكار په کانګو، جنوبی سوډان، ابی، وسطی افریقی جمهوریه، قبرص، مغربی صحارا او صومالیه كښې مشنز كښې خذمات ترسره كوي۔ د كال 1960 څخه وروستو پاكستان د نړۍ د ټولو براعظمونو نزدې 29 هېوادونو كښې د ملګرو ملتونو 48 امن مشنز لپاره 2 لكه 35 زره امنيتي اهلكار لېږلي دي۔ د آئی اېس پی آر له مخې زمونږ امن ډلو اړي ګړي سره مخ سيمو كښې امن او استحكام ته وده وركولو له د غېر معمولي مړانې ٬ مهارت او جذبې څرګندونه كړې ده۔ په مجموعي توګه 181 پاکستانی امنيتي اهلكارو د فرض ترسره كولو په مهال د خپلو ځانونو قرباني وركړه۔ د امن د نړيوالې ورځې په موقعه مونږ د نړيوال امن ستر مقصد لپاره د دوئي خذمات او قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو امن ډلو د حفاظت او سلامتيا ښه كولو له د پورته كېدونكو ګامونو ملاتړ هم كوي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې د پاكستان ګډون نړيوال امن او سلامتيا لپاره زمونږ د قومي عزم ښكاره ثبوت دے او پاكستانۍ امن ډلې به په جنګ ځپليو سيمو كښې د ځائي كميونټيز بهترۍ لپاره كار روان ساتي