اسلام آباد 21 نومبر(اے پي پي) د وزيراع??م د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم وئيلي دي چې د تېرو 70 كلونو راهسې په سركاري املاك قبضې شوې دي او حكومتونه خاموش پاتې شوي، وزيراعظم قبضه مافيا لپاره خطر دے، په ټول هېواد كښې د ځنګلاتو په 7 لكه اېكړه ز??كه قبضه شوې، په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د 500 اربه په سركاري ز??كه قبضه شوې ده، د سركاري زمكې مېپنګ شوے او ډېر زر به د قبضې نه بېرته ترلاسه كړې شي او په دې ب ه د بلين ټري پروژې له مخې ونې كرلې شي، قبضه مافيا به د قانون په چوكاټ كښې راوستلې شي، سركاري ز??كه به په هر صور?? ترلاسه كولې شي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په پي آئي ډي اسلام آباد كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د وزيراعظ?? سلاكار ملك امين اسلم ووئيل چې كوم خلق خپل ځان د قانون نه بالا ګڼي ، هغوي لپاره رېډوارننګ دے او د دې نه پس به آپرېشن پېل كولې شي. ده ووئيل چې د سټېټ لېنډ د پنځو زره مربع كلوميټره مېپنګ شوے دے چې پكښې پنجاب، خېبر پښتونخوا او بلوچستان شامل دي، د سندھ لېنډ مېپنګ لا نه دے ترسره شوے. ده ووئيل چې په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې چې تر اوسه كومه سركاري ز??كه شناخت شوې ده، د هغې له مخې په يو لك شپېته زره اېكړه ز??كه قبضه ده او د دې ماليت 500 اربه روپې دے كومه به چې بېرته ترلاسه كولې شي. دغسې په سندھ كښې د دې نه هم په زياته ز??كه قبضه ده كومې چې شمېرې راجمع ??ولې شي.
په تېر وخت كښې په سركاري املاك قبضې شوې دي او حكومتونه خاموش پاتې شوي، وزيراعظم قبضه مافيا لپاره خطر دے. د وزيراعظم خاص مرستيال ملك امين اسلم
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا