اسلام آباد۔24اپریل(اے پی پی) کورنۍ جګړې سره مخ هېواد سوډان څخه د پاکستانیانو په محفوظه توګه د وېستلو عمل پېل شو۔ د خارجه دفتر له مخې د 500 پاکستانیانو لومړی قافله له خرطوم نه د سوډان بندر ځايې ته رسېدلې او د سمندر له لارې به جدې ته ځي۔ جدې څخه به دوي د پي آئي اے او پاك هوائي ځواك په مرسته پاكستان ته رارسولې شي۔ د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په هدايت د محاصره شوي پاکستانيانو لپاره د عارضي استوګنې او خوراک انتظامات هم شوي دي۔ د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په هدايت په سوډان کښي د پاکستان سفارت کښي د بيړني رابطو لپاره هيلپ لائن هم قائم کړے شوے دے۔ د بهرنیو چارو د وزیر په لارښوونه د پاکستان د سفارت چارواکي په پرله پسې ډول له محاصره شویو پاکستانیانو سره په تماس کې دي۔ بلاول بهټو زرداري اړوندو چارواکو ته هدايت کړي چې د سوډان نه د پاکستانيانو د ويستلو عمل په سمدستي توګه ترسره کړي۔ خارجه وزير په خارجه وزارت کښې د بحران انتظام سيل فعال کړے دے دغسې چې د پاکستانيانو محفوظه ويستل باوري كړې شي۔ بلاول بهټو زرداري ته هره ورځ د خارجه چارو وزارت چارواکي په سوډان کښې د بندو پاکستانيانو په محفوظه توګه د ستنيدو په اړه بريفنګ ورکوي۔ خارجه وزير د سوډان نه د پاكستانيانو ويستل ممكن كولو په عملياتو كښې برخه اخيستونكو كسانو ته خراج تحسين وړاندے كړو۔د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري د اختر په ورځو كښې هم د سلګونو په شمېر پاكستانيانو سوډان څخه ويستلو كښې فعاله وو۔ ده د سوډان سره سره په سعودي عربستان كښې خپل همڅنګ سره رابطه كښې پاتې شو۔ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير د سوډان نه د پاكستانيانو په محفوظه توګه ويستلو كښې د تركيې او مصر د حكومتونو د مرستې مننه هم وكړه۔
سوډان څخه د پاکستانیانو په محفوظه توګه د ويستلو عمل پيل شو٬ په 500 كسانو مشتمله قافله د سوډان بندر ځايې ته ورسيده
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو