اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي قبضه مافيا څخه د ځنګلو زمكې آزادولو ته حكومت پام لرنه كوي، د تجاوزات په زمكه د اونو بوټز نالولو سره د ځنګلو زياتولو له دې په سمدستي اقدامات وكړے شي دغسې چې پاكستان كښې شينكے زيات شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامي رابطه كمېټۍ لپاره د هاوسنګ ،تعميرات او پرمختګ غونډه شوې ۔ په غونډه كښې د خزانې صلاحكار شوكت فياض ترين، وزيرمملكت فرخ حبيب، موسمي بدلون په اړه د وزيراعظم خاص مرستيال ملك امېن اسلم، ډاكټر شهباز ګل، ګورنر سټيټ بينك ډاكټر رضا باقر او اړوندو اعليٰ افسرانو ګډون وكړو۔ چيف سيكرټري پنجاب او د پنجاب حكومت اړوندو سينئر افسرانو د ويډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګدون كولو۔دې څخه وړاندې وزيراعظم ته ووئيل شول سرويئر جنرل آف پاكستان د سي ډي اے، د پنجاب حكومت او متروكه وقف املاك بورډ (اي ټي پي بي) سره په ګډه كار كوي دغسې چې سركاري املاك، اسلام آباد، لاهور او متروكه وقف املاك بورډ (اي ټي پي بي) كيډ سټرل ريكارډ بشپړ كړے شي۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د تجاوزات په زمكه د ځنګلو لګول او د هېواد د ځنګلو زمكه زياتولو لپاره سمدستي ګامونه پورته كړئ۔ وزيراعظم ووئيل د زمكو غير مجاز استعمال مخنيوے او د هاوسنګ سوسائټيو خپريدو مخنيوې محدود كول، د خوراك حفاظت او د اوبو او سيوريج غوندې ښه شهري سهوليات باوري كولو ته اړتيا ده۔ده سپارښتنه وكړه د كيډسټرل سروے نتيجې د صوبو سره شئير كړئ او دغې نه پس اولسې املاك آزادولو لپاره په سمدستي توګه كارروائي وكړئ ۔ده صوبو او سي ډي اے ته سپارښتنه وكړه چې د دې خبره جاج واخلئ چې په تيروخت كښې څومره تجاوزات رامخې ته شوي او څومره خالي كړې شوې۔ وزيراعظم ووئيل په دې اړه به په ذاتي توګه 15 ورځې پس د غونډې مشري كوم دغسې چې په دې د پيشرفت جاج واخستلے شي۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې حكومت اولس له ځواب وركونكې دے او د سركاري زمكې ساتنې ته پام لرنه كوي
قبضه مافيا څخه ځنګلو زمكې اغستو ته حكومت پام لرنه كوې،وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی