آستانہ۔21مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د پاکستان لخوا د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) چارټر سره سره د ’’شنګھائی سپرټ‘‘بشپړ ملاتړ له د خپل لوظ پخلي كولو سره وئيلي دي پاكستان د تنظيم غړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو ودې ته پام لرنه كوي٬ اېس سي او فورم كارولو سره په پېښو چېلنجونو قابو موندلے كېدے شي۔ په ټولشموله مرسته د اډانه نقطه نظر د لارې به د خطر ??قا??له كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په آستانه ٬ قزاخستان كښې د شنګھاني مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ نائب وزیراعظم د پاكستان لخوا د اېس سی او چارټر سره سره د ’’شنګھائی سپرټ‘‘ د ملاتړ پخلے وكړو كوم چې د ګډې سوكالۍ او پرمختګ لپاره په شريك باور او احترام اډانه دے۔ ده د اېس سی او کونسل آف هېډز آف ګورنمنټ (سی اېچ جی) د موجوده مشر په توګه د پاكستان د ترجيحات سپيناوے وكړو او د نړيوال قانون ا?? د ملګرو ملتونو د چارټر په احترام ئۍ زور راوړو۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو له مخې خلقو ته د خپلواكۍ حق وركولو او د پخوانو اړيكو په سولئيز ډول د بحالولو په حاجت زور راوړو۔ ده په ټولشموله مرسته د اډانه نقطه نظر د لارې د ترهګرۍ ??قا??لې كولو په حاجت هم زور راوړو۔ ده وو??يل د ترهګرۍ سياسي ګټې او ذاتي مفاد له كارونه دې مسترد كړې شي۔ نائب وزيراعظم په غزه كښې د اسرا??يل د وحشيانه بريدونو غندنه كولو سره وو??يل د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې 35 زره څخه زيات بې ګناه وګړي په حق رسېدلې په كومو كښې چې زياتره مېرمنې او ماشومان شامل دي۔ نائب وزیراعظم د پاكستان لخوا د غېر مشروط او فوري جنګ بندۍ او د بشري مرستې پرله پسې رسنې غوښتنه تكرار كړه۔ ده تلپاتي امن ا?? استحكام لپاره په دوه رياستي حل د پوهېدو په حاجت هم زور راوړو۔ په دې مهال د افغ??نس??ان په صورتحال خپله خبره كښې اسحاق ډار وو??يل نړيواله ورورولي دې د افغ??نس??ان حقيقي اقتصادي او پرمختيائي حاجتونو تر مخه عبوري افغان حكومت سره تړون برقرار اوساتي۔ ده په عبوري افغان حکومت هم زور راوړو چې هغه دا خبره باوري كړي چې افغان خاوره به د كوم هم هېواد په ضد ترھرګرۍ له ونه كارولې شي۔ اسحاق ډار وو??يل د پاكستان جغرافيائي وضعه د شنګھائي مرستې تنظيم منطقې لپاره د يو مثالي تجارتي او راهدارۍ مركز حېثيت لري۔ ده سيمه ايز تړون ا?? اقتصادي همغږۍ له د چين پاكستان ا??تصادي راهدارۍ اهميت هم په ډاګه كړو۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د ايران صدر ابراهیم رئیسي ، خارجه وزير او د هغه د ملګرو د چورلكې په پېښه كښې پحق رسېدو غمرازۍ هم ښكاره كړه
پاكستان د ايې سي او چارټر سره سره د ’’شنګھائی سپرټ‘‘ ملاتړ كوي ٬ غړو هيوادونو سره اړيكو ته وده وركولو ته پام لرنه كوو ٬ د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د ايس سي او خارجه وزيرانو كونسل غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania