اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) د بشري حقونو نګراں وفاقی وزیر خلیل جارج وئيلي دي مشران وګړي د كومي هم ټولنې مهمه اثاثه وي، كومو څخه چې ډيره زدكړه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ’’د مشرانو نړيوالي ورځ ‘‘ په مناسبت سره دستورې ته وينا كښې وكړه۔نګراں وفاقی وزیر ووئيل د مشرانو مثال ’’ په لمر كښې د سايئ ‘‘په شان وي د كومو د تجربې څخه چې ډيره زدكړه كېږي،بايد د مشرانو وګړو د عزت او تکریم لپاره د مخصوص ورځې قید نه وي۔ده ووئيل دا ورځ د مشرانو وګړو د اهميت،د هغوې د ستونزو ، حاجتونو او حقونو پلو پام راګرځولو لپاره هر كال په 01 اکتوبر په نړيواله كچه لمانځلې كېږي،مونږ له پكار ده چې د مشرانو وګړو قد او عزت وكړو، ده ووئېل مشرانو لپاره يوه ورځ مخصوص نه ده بلكه 365 ورځي دي۔وفاقی وزیر د سنیئر سټیزن کونسل او فنډ په اړه هم ګډون كوونكې خبر كړل۔ خلیل جارج په هېواد كښې د ټاكنو په اړه ووئيل ټاكنې كول د نګران حكومت ذمه واري ده خو د هېواد چاري سمول هم زمونږ فرض دي
نګراں وفاقی وزیر خلیل جارج ’’د مشرانو وګړو نړيوالې ورځ ‘‘ په مناسبت سره دستورې ته وينا
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil