واشنګټن 22 اپرېل (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير مفتاح اسماعيل په مشرۍ كښې پاكستاني پلاوي د جمعې په ورځ په واشنګټن كښې مصرفه ورځ تېره كړې۔وفاقي وزير د نړيوال مالياتي فنډ ائې اې ايف انتظاميې ډائرېكټرانو سره ملاقات كړي ۔په دې موقع د خزانې وزيرمملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا٬د خزانې سېكرټري٬د سټېټ بېنك ګورنر ډاكټر رضا باقر٬په امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان او نور سينئر چارواكي هم موجود وو۔په ملاقات كښې د پاكستان او نړيوال مالياتي فنډ ترمينځه د چارو جاج واخستلے شو۔د خزانې وزير په مشرۍ كښې د پاكستان پلاوي د يو اېس پاكستان بزنس كونسل پلاوي سره هم ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې د پاكستان او امريكې ترمينځه په تجارت٬معيشت او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې اړيكو او د دواړو هېوادونو ترمينځه په تجارت كښې د اضافې د امكاناتو جاج واخستلے شو۔د خزانې وزير د كونسل پلاوې د هېواد معاشي صورتحال په اړه خبر كړو او وې وئېل حكومت په معاشي چېلنجونو قابو موندلو له عزم لري۔ده ووئيل په پاكستان كښې به د كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره د سازګار ماحول وركولو اقداماتو لړۍ روانه وي۔د پاكستان پلاوي د پاكستان په سفارت كښې د كرېډېټ ريټنګ نړيوالو ادارو موډيز او سټينډرډز اينډ پوئرز پلاويو سره هم ملاقاتونه وكړل۔دغسې د خزانې وفاقي وزير به نن اټلانټك كونسل دستورې هم وېنا كوي۔
د خزانې وزير مفتاح اسماعيل په مشرۍ كښې د پاكستاني پلاوي په واشنګټن كښې ملاقاتونه
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار