اسلام آباد 10جون (اے پي پي) د صنعت او پیداوار وفاقی وزیر رانا تنویر حسین وئيلي دي چې حکومت د يو نيم لكهه ميټرك ټنه چينو برآمد کولو مشروط اجازه وركړې ده،د چینو سټاك شته والي او بيعو كښې استحکام به باوري كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ شوګر ایډوائزری بورډ غونډې مشري كولو سره وكړه۔ حکومت او د پاکستان شوګر ملز ایسوسی ایشن ترمينځه په لوظنامه لاس ليك شوې۔رانا تنویر حسېن ووئيل حكومت د يو نيم لكهه میټرك ټنه چینو برآمد کولو مشروط اجازه وركړې ده، د چينو شته والې او بيعو كښې استحکام به باوري كولې شي، ایکس ملز چینو بيعه كښې به هيڅ صورت كښې اضافه نه شي كولې۔ده وئويل د كروندګرو ټولي زير التوا ادائیګۍ به په ترجیحی بنیادونو كولې شي۔ده ووئيل شوګر ایډوائزری بورډ د چينو بيعې او مارکیټ استحکام په 15 ورځو كښې بيا جاج اخلي۔ وفاقی وزیر وئويل سباؤن كښې د چينو د برآمد آپشن هېواد كښې د بيعو استحکام او سټاك شته والي سره تړلې وي۔
حکومت نے يو لكه 50 زره میټرك ټنه چینی برآمد کولو مشروط اجازه وركړې ده ۔ د صنعت او پیداوار وفاقی وزیر
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا