اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي چې په “انټرنېشنل کنفرنس آن کلائميټ ريزيلينټ پاکستان” كښې به ستراتېژك پاليسي او په ترجيحي بنيادونو د اډانه ريزيلينټ، ريکوري، بحالۍ او د بيا رغونې فرېم ورك(آر اېف 4) وړاندې كولې شي، د هند پرله پسې پاکستان مخالف بيانيه د پاکستان په خاوره ترهګرۍ ته هوا وركولو كښې د دوي ملوث كېدل نشي پټولې، نورو ته د ګوتې نيولو په ځائ دې هند خپله٬ د ترهګرۍ، تخريب کارۍ او د پاکستان په ضد په جاسوسۍ كښې ملوث كېدل بند كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وكړه۔ وياندې ووئيل چې آر اېف فور د پاكستان حکومت يو ستراتېَژك پاليسي او ترجيحي دستاوېز دے كوم چې به د اوسني تباه كن سېلاب نه پس بحالۍ او بيا رغونې لپاره د ريزيلينټ ماحول په پېدا كولو كښې لارښونه وي چې پكښې د قدرتي آفت د جاج په بنياد نتيجې اخذ كړې شوې دي، په دې كښې د څلور ستراتېژك مقاصد ګېر چاپېر څانګو كښې ترتيب وار ترجيحات وړاندې كړې شوې دي۔ دې ووئيل آر اېف۔ 4 دستاويز كښې پاليسي فرېم ورك، مالياتي لائحه عمل او د نفاذ او د نګرانۍ طريقه کار وړاندې كړې شوې دې، په دې كښې د پرمختيائي شراكتدارۍ ښكاره مرسته٬ سپېځلې او شريكې مرستې سره د دې نفاذ لپاره اداره جاتي انتظامات هم شامل دي۔ دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګونرېش په مشتركه مشرۍ كښې به د لوړې كچې غونډې پرانسته كېږي چرته به چې د بېلا بېلو هېوادونو مشران د دې په ملاتړ كښې وېنا كوي٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف به کنفرنس ته خپله وېنا كښې د موسمياتي ريزيلينټ ، بحالۍ او د بيا رغونې لپاره د پاکستان د وژن خاکه وړاندې كوي۔ دې ووئيل دا كنفرنس به د پاکستان سېلاب ځپليو لپاره د نړيوالې ورورولۍ د پرله پسې ملاتړ څرګندونه وي
په “انټرنېشنل کنفرنس آن کلائميټ ريزيلينټ پاکستان” كښې به ستراتېژك پاليسي او په ترجيحي بنيادونو د اډانه ريزيلينټ، ريکوري، بحالۍ او د بيا رغونې فرېم ورك وړاندې كوٶ۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ بريفنګ
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز