اسلام آباد۔21مئی(اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشنز سېنټر (اېن سی او سی) وئيلي دي چې په هېواد كښې په نورو 10 كسانو كښې د كووېډ 19 تشخیص شوے دے او د 7 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د اېن سي او سي لخوا د جاري شوي شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 3249 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 10 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي دي۔ دا مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس شرح 0.31 فیصده ده۔ د شمېرو له مخې دا مهال د كورونا وائرس په رنځورانو كښې د 7 حالت اندېښمن دے۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال په لاهور كښې 238 ټېسټونو كښې د 6 په مثبت راتللو مثبت شرح 2.52 او پېښور كښې په 556 ټېسټونو كښې د يو ټېسټ په مثبت راتللو 0.18 فیصده پاتې شوه۔۔
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی