اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د وزیراعظم د كشمیر او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمر زمان كائره وئيلي دي چې د هند جمهوریه ورځ مظلومه كشمیریان د توري ورځ په توګه لمانځي،په كشمیر ناجائز قبضې باوجود خپل ځان ته جمهوریه وئيل هند لپاره د شرم خبره ده، يو پلو هند د جمهوریه ورځ لمانځي نو بل پلو هغوي د كشمیریانو بنیادی حقونه نيولي دي،هند په خپل غیر قانونی تسلط جمو او كشمیر كښې انسانیت سوز ظلمونه كوي۔هند د جمهوریه ورځ په موقع په خپل بيان كښې قمر زمان كائره ووئيل نن هند په ټوله نړۍ كښې د يو هندو فاشسټ هېواد په توګه په ډاګه شوې دې،خارجه وزير بلاول بھټو زرداری د مودی د هندو انتها خوښي حكومت په ټوله نړۍ كښې په ډاګه كړې دې،هند كښې هندو انتها خوښو او په اقلیتونو ظلمونه خپل آخري حدود ته رسيدلې دي۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار