پنڈ دادنخان۔14فروری(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې هېواد هغو کسانو ته نه شي سپارلې كېدې د كومو دلاسه چې د پاکستان د معيشت بېړۍ چپه شوې ده٬ اولس به نوازشريف اېنډ کمپني تر هغه وخت معاف نه کړي تر څو چې هغوي د ملت لوټلې پېسې واپس نه كړي٬ اپوزيشن خپل كوم قد نه لري ٬ بلاول ته معلومه ده چې هغه جهلم او پنډۍ څخه يو څو سوه كسان هم جمع كولې نه شي ځكه هغه په مولانا فضل الرحمن تكيه كولو سره د مدرسې كوچنيان خپل سياست له كاروي٬ بلاول ته وايم چې هغه د زرداري سياست نه كوي ٬ هغه بايد د بې نظير بھټو او خپل نيكه سياست وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندوننه هغه د يوې دستورې په مهال د شهباز شريف او مولانا فضل الرحمن ترمينځه د ملاقاتونو په شمول په مهمو سياسي چارو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل مولانا فضل الرحمن او شهباز شريف ځائې په ځائې بې لارې كېږي۔ په پنجابۍ كښې وئيلې شي(پښتو ترجمه) “زار شم له هغه سپاهي چې سړي ته مور ياده كړي” ، قربان شم له عمران خان نه چې نن يۍ ټول غل يو ځائې كړې دي ، مونږ د اولنې ورځې نه وئيلي وو چې دا ټول غله يو دي او نن مونږ ټولو دا وليدل۔ وفاقی وزیر ووئيل نواز شريف او اسحاق ډار بهر ناست دي ٬ دوئي دا جراﺀت نه لري چې پاكستان ته راشي او خپلو مقدمو ته مخامخ شي، نواز شریف د هائیډ پارک، لندن مخې ته د يو ارب ډالر پراپرټي جوړه كړې٬ د مقصود چپړاسی، د مسرور احسن او منظور پاپړ خرڅوؤنكو له اكاؤنټس څخه اربونه روپۍ شهباز شريف او د هغه كورنۍ ته منتقل شوې٬ دې خلكو د پاكستان اولس ٬ مزدور او تاجر لوټ كړې دې ٬ نن به خلق څه د نواز شريف اېنډ كمپني ملګرتيا وكړي۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل مونږ چې د خپلې حلقې اولس سره كوم لوظونه كړي وو هغه مو وپالل۔ دلته كوڅې پخې نه وې ٬ سړكونه نه وو ٬ په سيمه كښې د څښلو اوبه نه وې ٬ نه سكولونه وو او نه ډاكټران ٬ په جهلم ضلع كښې 47 ډاكټران وو ٬ نن د لويې څښتن په فضل 800 ډاکټرز او پېرا میډیکل عمله موجود ده ٬ مونږ په سكولونو كښې د استاذانو كمې پوره كړو٬ پاسپورټ آفس په جهلم كښې وو ٬ مونږ پنډ دادنخان كښې دننه پاسپورټ آفس جوړ كړو٬ دلته مو د اي او بي آئي دفتر هم جوړ كړو۔ وفاقي وزير ووئيل د شهباز شريف او بلاول بھټو خيال دا دې چې هغوي به د مدرسې كوچنيان راولي او هغوي به د دوئي قد جګ كړي٬ آيا داسې هم كله سياست شوې دې۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل نه به دوئي غشې وچلولې شي او نه توره ٬ زما دا مټې ازمائېلې شوي دي۔ هغه ووئيل دوئي 7 ځله د عمران خان حكومت لمينځه د وړولو هڅه كړې ده ، د عمران خان ساتونكې لويې څښتن دے٬ دوئي د عمران خان يو وېښته ته هم زيان نه شي رسولې۔ هغه ووئيل نن چې عمران خان د پاك پروردګار په فضل كومه خبره كوي نړۍ هغه اوري ٬ نن 23 كله پس د پاكستان كوم وزيراعظم روسيه ته ځي٬ نن د پاكستان د وزيراعظم په غږ اسلامي نړۍ پوهېږي٬ دا هغه قد دې كوم چې د پاكستان اولس د خپل وزيراعظم ليدل غواړي۔ هغه ووئيل نن چې كله وزيراعظم د رسول كريم ۖ د عزت او ناموس په حق كښې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې خبره كوي ټول نړۍ بلكې ټول لوئيديز هم د هغه خبره اوري ٬ د روسيه صدر پيوټن هم وائي چې اسلام په كومه طريقه وړاندې كولې شي سمه نه ده او هغوي دا خبره هغه مهال كوي كله چې د عمران خان تقرير كېږي۔
هېواد د معيشت بېړۍ چپه كوؤنكو ته نه شي سپارلې كېدې٬ اولس به نوازشريف اېنډ کمپني تر هغه وخت معاف نه کړي تر كومې د ملت لوټلې پېسې واپس نه كړي٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔