وزيراعظم شهباز شريف بيجنګ ته ورسيد


بیجنګ۔5 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د چين سركاري دورې په دوهم پړاؤ كښې د چين پلازمينه بيجنګ ته ورسېد۔ په بیجنګ کیپیټل انټرنېشنل ایئر پورټ وزيراعظم ته د چین نائب خارجه وزير سن وېډونګ او په بيجنګ كښې د پاكستان سفارت چارواكو هركلے اووې۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او نور وفاقي وزيران هم وزيراعظم سره ملګري دي۔ په بیجنګ كښې د پاتې كېدو په مهال به وزيراعظم د چين صدر ٬ خپل همڅنګ او د نېشنل پیپلز کانګریس سټینډنګ کمېتۍ چيئرمېن سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔ د چين او پاكستان ترمينځه بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو بېلې لوظنامې به هم لاس ليك كولې شي۔ دغسې وزیراعظم به د سي پېك په منصوبو د كار كوؤنكو كمپنيو سي اي اوز سره هم ملاقاتونه كوي

متعلقہ مضامین