چين سره د پاكستاني اولس د وياړ وړ دوستي لا مستحكمه شوې٬ دا امن٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره زمونږ مشتركه خوښۍ له وده وركوي۔ وزيراعظم شهباز شريف


بيجنګ 07 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چين سره د پاكستاني اولس د وياړ وړ دوستي لا مستحكمه شوې ٬ دا امن٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره مشتركه خوښې له وده وركوي۔ د جمعې په ورځ پخپل ايکس پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل نن د چين خپل همڅنګ لي چيانګ سره ملاقات كول د اعزاز خبره ده ٬په ملاقات كښې د شريكې خوښې د ټولو څانګو پشمول په دوه اړخيزه٬ سيمه ايز او نړيوال پېشرفت تفصيلي خبرې شوي٬ د پاك چين سدا بهار ستراتېژك پارټنرشپ لا قوي كول او د زياتې شوې مرستې په صورت سي پېك اپ ګرېډ كول زمونږ د مشتركه خواهش پخلے كوي٬ ده ووئېل د سي پېك په پرله پسې پېشرفت د اطمينان څرګندونه شوې كوم چې اوس خپل دوېم پړاٶ پلو روان دے۔ ده ووئيل زمونږ د حكومت په اړه په ښه تبصرو د وزيراعظم لي چيانګ مننه كوٶ٬ د چين وزيراعظم سره مې په بېلا بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه اېم او يوز او لوظنامو د لاسليك په دستورو كښې هم ګډون كړے۔ ده ووئيل چين سره دا دوستي د اولس په زړونو كښې لا مستحكمه كېږي او امن٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره مشتركه خواهش ته وده وركوي۔

متعلقہ مضامین